کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، په تېرو لسو ورځو کې له ایرانه وراد شوي ۷۴ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د سټنډرډ ملي اداره (انسا) نن (چهارشنبه، د زمري ۲۵مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې له ایرانه وارد شوي ۷۴ ټانکره بېکیفیته تېل د فراه د ۷۸ میل بندر له لارې بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
سرچینه وایي، په دې وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې د بېکیفیته تېلو واراتو مخنیوي برخه کې جدي عملي ګامونه پورته کړي دي.
د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۱۱مه هم له ایرانه ۱۷ ټانکره بېکیفیته تېل راوارد شوي وو چې بېرته د نیمروز او فراه ولایتونو له لارې دغه هېواد ته وګرځول شول.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن