ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز له نشه‌یې توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر وژل شوی

د کندوز له نشه‌یې توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر وژل شوی

author avatar
17 Aug 2023 - 17:06
د کندوز له نشه‌یې توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر وژل شوی
author avatar
17 Aug 2023 - 17:06

کندوز (پژواک، ٢٦ زمری ١٤٠٢): د کندوز امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.

د کندوز امنيې قوماندانۍ وياند جمعه‌الدين خاکسار نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پخوانى مدير سميع‌الحق نافذ تېره شپه د کندوز ښار په سپين‌زر هوټل کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: «قاري سميع‌الحق نافذ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پخوانى رييس و، خو اوس يې دنده نه درلوده، د خپل ساتونکي له لوري په شهادت رسېدلی او قاتل يې نيول شوى دى.»

خاکسار د یادې پېښې په اړه څه نه وايي خو په دې اړه د لا زیاتو څېړنو خبر ورکوي.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.