Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران سرحدي چارواکي: په تېره یوه میاشت کې مو ۳۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي

د ایران سرحدي چارواکي: په تېره یوه میاشت کې مو ۳۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي

author avatar
18 Aug 2023 - 03:46
د ایران سرحدي چارواکي: په تېره یوه میاشت کې مو ۳۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي
author avatar
18 Aug 2023 - 03:46

اټلانټا (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د ایران سرحدي چارواکو ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې له ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د ولایت سرحدي ځواکونو د قوماندان سردار رضا شجاعي له قوله ویلي، دا شمېر غیر قانوني افغان کډوال په نیمروز ولایت کې له میلک سرحدي لارې بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

شجاعي زیاته کړې: «بهرني وګړي ایران ته د ننوتلو، اوسېدلو او ستنېدلو لپاره باید له قانوني لارو اقدام وکړي؛ له دې پرته د هېواد اړوندو ادارو ته له تحویلي وروسته به له هغوی سره چلند له ایرانه شړل اوسي.»

بلخوا د ناروې کډوالو شورا د معلوماتو له مخې، ایران ۴.۵ میلیونو افغان کډوالو ته په پناه ورکولو سره په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې زیات شمېر افغان کډوال په کې اوسېږي.

ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د روانې اونۍ په منځ کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د عمومي منشي د مرستیال او افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې د افغان کډوالو سره د نړۍوالو بشري مرستو د برابرولو په اړتیا ټینګار کړی او د افغانستان د روان معیشتي او انساني وضعیت د ښه کېدو لپاره یې د هڅو زیاتیدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه د ۱۳ زرو افغان کډوالو د شړلو او راستنیدلو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت له خوا د خپرو شوو شمېر له مخې، د اګست له لسمې تر ۱۷ پورې ۱۲۶۵۲ افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د هرات ولایت د اسلام‌کلا په بندر کې افغان سرحدي چارواکو ویلي، چې یوازې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶( زمري ۲۵) ۲۲۷۸ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي، د دغو راستنو شوو افغان کډوالو یو شمېر یې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو لپاره د مهاجرت نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې ده.

Views: 67

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.