کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت د مالیې وزارت هېواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندیز ولګول.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردات په مطلق ډول بند شوي دي، چې موخه یې د چاپیریال له ککړتیا څخه مخنیوی دی.
سرچینې زیاته کړې، یواځي د کندهار په ګمرک کې د (۳۰۰۰) پارسله پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه مخنیوی شوی، چې هر پارسل (۲۵) کېلو وزن لري او غوښتل یې چي په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو په کلکه غوښتنه کوي، چي هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه ډډه وکړي.
بلخوا د چاپیر ساتنې ادارې د کنټرول او تنظیم امر انجنیر طوفان جبران وایي، چې ۱۴۰۲ کال د چاپیر ساتنې په موخه د پلاستیکي کڅوړو پر ضد پر مبارزې نومول شوی دی.
هغه پژواک ته وویل ، له دې کار څخه موخه داده، څو د پلاستیکي کڅوړو او د یو ځل مصرف لوښو کارول کم کړو.
د نوموړي په وینا، چې پلاستیکي کڅوړې چاپیریال ته سخته ضربه رسوي.
Views: 565
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP