غزنيښار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): غزني کې د ازادیو ورځو په مناسبت د څلورو ولسوالیو د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزې وهلو سیالۍ ترسره شوې چې د دهیک ولسوالۍ د غزنویانو په بریا پای ته ورسېدې.
د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ یې د ازادیو ورځو په مناسبت نن (شنبه) د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوال سیمه کې د یوې ورځې لپاره ترسره کړې چې له څلورو ولسوالیو (قرهباغ، ګيرو، اندړ او دهیک) څخه د سلو اسانو په درلودو لسو لوبډلو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه: «د دوی له ډلې د دهیک ولسوالۍ د غزنویانو ټیم اول مقام، د اندړو ولسوالۍ د ملا مشکعالم ټیم دویم مقام او د ګيرو ولسوالۍ وفادار ټیم درېیم مقام ترلاسه کړ چې د ورزشي امریت له لوري ورته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.»
د هغه په خبره، غزني د نیزېوهنې او اسځغلونې په برخه کې فعال فدراسیون لري چې سږ کال یې د مرکز کابل او زون په کچه د اسځغلونې او نیزهبازۍ لسګونه لوبې کړې دي چې غزني په کې لومړي مقامونه ګټلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP