Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې د روږدو کسانو راټولېدو ځایونو ته د ماشومان ورتګ خلک اندېښمن کړي

غزني (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د غزني ځيني اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې هره ورځ یو شمېر ماشومان پر نشه‌يي توکو د روږدو نندارې ته ولاړ وي او اندېښنه څرګندوي چې ښايي دغه ماشومان هم نشو ته مخه کړي، هغوی له حکومته غواړي چې روږدي ټول کړي.

د غزني د مرکز امیرمحمد خان کلا سیمې یوه اوسېدونکي حاجي شکور پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت روږدي کسان د درملنې لپاره دېرش ورځې بستر کوي خو له خوشي کېدو وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د معتادینو بنیادي غم وخوري.

د هغه په باور، د ښار ماشومان د روږدو کسانو نندارې ته ورځي چې دغه کار د هغوی راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.

بلخوا د عبدالواحد په نوم یو ماشوم وايي چې د روږدو ننداره به یې کوله خو اوس دی هم روږدی شوی دی.

د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي یاد ۱۴ کلن ماشوم پژواک خبري اژانس ته وویل: «چې کله به د روږدو کسانو نندارې ته ورغلم، همدغو معتادینو به د نشې کولو راته ویل، اخر زه هم روږدی شو.»

دغه راز لس کلن عزیزالله هم له هغو ماشومانو دی چې د غزني ښار منځ کې د تېر شوي سیند یوه برخه کې د راټول شوو نشه‌‌یانو نندارې ته ولاړ و.

نوموړی د زنخان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس د غزني ښار اړوند په ده خدایداد سیمه کې ژوند کوي.

که له یوې خوا ګڼ کسان د دغو ماشومانو پر نشو د اخته کېدو وېره لري، له بلې خوا د عصبي او رواني ناروغیو مختصصین هم پر دې باور دي چې ننداره‌کوونکي ماشومان ښايي یوه ورځ پر نشو اخته شي.

د رواني ناروغیو یوه مختصص، ډاکټر نجیب‎الله علیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، نشه‌يي مواد، د معتادینو د ژوند خاطرې، د ماشومانو نندارې او د معتادینو په منځ کې د ماشومانو ګرځېدل د دې لامل کېږي چې د ماشومانو پر ذهن او روان اغېز وکړي او یوه ورځ دوی هم پر نشو اخته شي.

ترڅنګ یې په غزني کې سیمه‌ییز چارواکي هم دغه ستونزه تايیدوي او وايي چې په دغه ولایت کې اوس مهال د ۸ تر ۱۵ کلونو په عمر نږدې ۸۰ ماشومان روږدي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي ګل‌احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی سلګونه معتادین راټول کړي او د درملني لپاره یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

دی وايي، د دغو معتادینو د نیولو، ټولولو او بیاروغتون ته انتقالولو په اړه په وار وار له رسنیو سره معلومات شریک شوي دي.

د هغه په خبره، د دوی اداره به پرې نه ږدي او نه به چا ته اجازه ورکړي چې ماشومان له روږدو کسانو سره کېنوي او پر نشو یې روږدي کړي.

د مسؤولو چارواکو په وینا، په غزني کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۸ زره روږدي کسان شته چې دوی يې د راټولولو، روغتونونو ته د لېږدولو او درملنې په لټه کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.