ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو

author avatar
20 Aug 2023 - 17:40
تېره اونۍ افغانستان کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو
author avatar
20 Aug 2023 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): افغانستان کې د کاناډا او اسټرالیا پخواني سفیرانو ا.ا سره د تعامل غوښتنه کړې، د ا.ا چارواکي وايي چې بې پرې سیاست تعقیبوي او ځينو نړۍوالو چارواکو د نجونو زده‌کړو د بيا پيلېدو غوښتنه کړې ده.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفير: اوس په کابل کې د سفارت د پرانیستو او له ا.ا سره د تعامل وخت را رسېدلی.
  • افغانستان کې د اسټرالیا پخوانۍ سفیره: له افغانانو د ملاتړ په موخه باید له ا.ا سره تعامل وشي.
  • مولوي عبدالکبیر: نړۍ اوس د ا.ا لاسته راوړنې درک کړي، په کار ده تعامل وکړي.
  • حنفي: ا.ا بې پرې سیاست تعقیبوي او د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
  • يو شمېر خلک: په تمه وو چې د نجونو زده‌کړو ته د اجازې ورکولو زېری واورو؛ خو داسې ونه شول.
  • براون: نړۍواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د حقونو ورکړې لپاره عملي ګام واخلي.
  • مولوي محمدیعقوب مجاهد: څوک دې د خپلو امنیتي ناکامیو او بې‌کفایتیو پړه پر موږ نه اچوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان وو.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو، اروزګان کې یو تن، تخار کې یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان، کندوز کې د يو دارالحفاظ مدیر، پنجشېر کې يو تن، کاپيسا کې يو تن وژلي دي او په لوګر کې د یوه ۴۰ کلن سړي مړی موندل شوی دى.

امنيتي چارواکي وايي، خوست کې چاودنې درې کسان وژلي او اووه نور ټپیان شوي، تخار کې چاودنې دوه ملکيان ټپيان کړي، کاپیسا کې یوه کس خپله مور په چاقو وژلې او وروسته دغه کس د خپل ورور له لوري په ښکاري ټوپک ټپي شوی دی، او کندوز کې د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان شوي، ننګرهار کې په ورته پېښه کې یو کس وژل شوی او زوی یې ټپي دی او لوګر کې بيا د دوو هټۍوالو ترمنځ شخړه کې يو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له سرپرست حکومت سره تعامل

په افغانستان کې د کاناډا سفير عارف للاني ويلي چې هېواد یې باید کابل نه وی پرېیښی او اوس په کابل کې د کاناډا سفارت د پرانیستلو او له سرپرست حکومت سره د تعامل وخت را رسېدلی دی.

هغه زياته کړې: «موږ باید بېرته ستانه شو، پوهېږم دا ښه پالیسي نه ده خو دا یوازېنۍ لار ده، وخت یې را رسېدلی چې باید ځیني سخت تصمیمونه ونیسو.»

دغه راز، د اسټرالیا پخوانۍ سفیره نېکولا ګورډون سمېټ هم وايي، له افغانانو د ملاتړ او ښوونځيو ته د نجونو د بېرته ستنېدو په موخه باید له اسلامي امارت سره تعامل وشي.

هغه زياتوي: «دوی له ساده بشري مرستو پورته نور ملاتړ ته هم اړتیا لري، هغوی پانګونې، ضروري خدمتونو او د اقتصادي ودې لپاره ملاتړ ته اړتیا لري، ښوونځيو ته د نجونو د بېرته ستنېدو پر غوره لارو چارو پوهېدو لپاره، لازمه ده چې له طالبانو سره تعامل ولرو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د باور جوړونې او شته ستونزو د حل لپاره باید نور هېوادونه له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

هغه زياتوي: «د ملتونو ترمنځ اړیکې ډېرې په پیاوړتیا سره مخ ته ځي او د یو بل ترمنځ د اعتماد لامل شوی او ځينې ستونزې او د هوکړو د نشتوالي ستونزې چې د پرمختګ مخه یې نیولې، په عادي توګه به حل شي.»

دغه راز، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د نړۍ هېوادونو اوس په افغانستان کې وروستي پرمختګونه درک کړي او نور په کار ده چې دوی ته د تعامل لاس ورکړي.

هغه زياتوي، اوس په کابل کې د ۱۶ هېوادونو سفارتونه پرانیستل شوي دي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د بې پرېوالي سیاست رامنځته کړی او له نړۍ یې غوښتي چې له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ولري.

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي وايي، هغه څوک چې په افغانستان کې د وضعيت د خراېبدو په تمه دي، دا هیله په يې پوره نه شي؛ او د افغانستان خلک به ډېر ژر له اسلامي امارت سره د ښه تعامل شاهدان واوسي.

عبدالسلام حنفي وویل: «له یوه لاس غږ نه پورته کېږي، ملګري له دواړو خواوو کېږي، موږ هم دا کار کوو او له هغوی هم دا تمه لرو او له ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره د بل مثله تعامل او اړیکو غوښتونکي یوو.»

د نجونو زدهکړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي بندیزونه د ژورې اندېښنې وړ دي او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.

خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو تامین ته ژمن دي.

د راپورونو له مخې، د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن وايي، د افغانستان سرپرست حکومت او د نړۍوالو ترمنځ د اړيکو ټينګېدو لاره په افغانستان کې د ښځو حقونو ته پر درناوي پورې تړلې ده.

دغه راز، د نړۍوالې زده‌کړې لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ګورډون براون له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړې لپاره لاس په کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د ښځو حقونه د افغانستان یوه داخلي مسئله ده او په امریکا پورې اړه نه لري، هغه له امريکا غوښتي چې افغانستان ته راشي او د دغه هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ښځو د حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي خبرې سیاسي تبلیغات ګڼي او زياتوي، د افغان ښځو حقونو په څېر مسایل له نړۍ سره تړاو نه لري.

 هغه وايي: «پر دې موضوع تمرکز یوازې یوه پلمه ده.»

څوک دې د خپلې کمزورۍ پړه پر موږ نه اچوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ او د خپلو بې‌کفایتیو پړه پر افغانانو او د افغانستان پر سرپرست حکومت نه اچوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیولې، خو د ملي دفاع وزارت سرپرست ویلي: «موږ هېچا سره دښمني نه غواړو او د هېچا د امنیت خرابولو تږي نه یو؛ خو دوی هم باید خپل مسوولیت وپېژني او نور افغانان تورن نه کړي.‌»

 مجاهد په ورته وخت کې دا غوښتنه او یادونه هم وکړه چې نور هېوادونه دې هم د دوی خلاف څوک جګړې ته نه هڅوي.

کابل ته د پاکستاني عالمانو راتګ

د راپورونو له مخې، د پاکستان د دیني عالمانو یو اته کسیز پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي او د ياد پلاوی مشر مولانا محمدطیب قریشي – چې د پېښور د قریشيه دارالعلوم مشر او د پښتونخوا ایالت خطیب دی – وايي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ناندرۍ ختمې او اړیکې ښې شي.

دغه راز، ياد پلاوي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر حالاتو، اړیکو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز، اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب د خواجه معین‌الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو اړیکو شورا د مشرانو یوه پلاوي سره ليدنه کې ویلي چې په سیمه کې ثبات او له ګاوڼدیو هېوادونو او نړۍ سره رغنده اړیکې د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دي.

دغه راز، هغه په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د لاسته‌راوړنو ترڅنګ، د پاکستان او افغانستان د تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.