Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: سرپل کې خلکو شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه مدرسو او ښوونځیو جوړولو ته وقف کړې ده

سرپل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د سرپل پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت خلکو تېر کال او سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو جوړلو لپاره ۴۹ جریبه ځمکه پوهنې ته وقف کړې ده.

د سرپل پوهنې رییس مولوی محمدرحمانی پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپل خلکو په خپله خوښه په دغه ولایت کې د دیني مدرسو او ښونځیو جوړولو لپاره تېر کال ۴۴ جریبه ځمکه او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو پنځه جریب ځمکه وقف کړې ده.

هغه زیاته کړه، پر ډېرو وقف شوو ځمکو ښوونځي او مدرسې جوړې شوي او کومو ځمکو باندې چې ښوونځي نه دي جوړ شوي، پر هغې د یونیسف دفتر ورکړل شوې خیمې نصب شوي او زده‌کوونکي هلته درس وایي.

هغه زیاته کړه: «د سرپل خلکو یوازې دیني مدرسو او ښوونځیو جوړلو لپاره ځمکه نه ده وقف کړې، بلکې د احاطوي دیوالونو او د ښوونځیو د ویجاړ شوو ودانیو جوړولو، د څښاک اوبو د څاګانو کیندلو او نورو ټولو هغو ستونزو لپاره چې په ښوونځیو کې رامنځته کېږي، نغدي مرستې هم کړې دي.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.