سرپل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د سرپل پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت خلکو تېر کال او سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو جوړلو لپاره ۴۹ جریبه ځمکه پوهنې ته وقف کړې ده.

د سرپل پوهنې رییس مولوی محمدرحمانی پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپل خلکو په خپله خوښه په دغه ولایت کې د دیني مدرسو او ښونځیو جوړولو لپاره تېر کال ۴۴ جریبه ځمکه او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو پنځه جریب ځمکه وقف کړې ده.

هغه زیاته کړه، پر ډېرو وقف شوو ځمکو ښوونځي او مدرسې جوړې شوي او کومو ځمکو باندې چې ښوونځي نه دي جوړ شوي، پر هغې د یونیسف دفتر ورکړل شوې خیمې نصب شوي او زدهکوونکي هلته درس وایي.

هغه زیاته کړه: «د سرپل خلکو یوازې دیني مدرسو او ښوونځیو جوړلو لپاره ځمکه نه ده وقف کړې، بلکې د احاطوي دیوالونو او د ښوونځیو د ویجاړ شوو ودانیو جوړولو، د څښاک اوبو د څاګانو کیندلو او نورو ټولو هغو ستونزو لپاره چې په ښوونځیو کې رامنځته کېږي، نغدي مرستې هم کړې دي.»

رحماني له خلکو وغوښتل چې د ځمکو د وقف، د څښاک اوبو د څاګانو کیندلو او د ښوونځیو په بیارغونې په برخه کې له پوهنې سره لا ډېره مرسته وکړي.

دغه راز هغه وویل: «اسلامي امارت تر کومه حده چې د مرستې امکان ولري، مرسته کوي، خو له هغه پرته دې خلک لاس په کار شي او د ښوونځیو ستونزې دې حل کړي.»

د سرپل ولايت يو مدني فعال حکمتالله حيدري وايي، د هېواد اوسني شرايطو ته پام کې نیولو سره د ښوونځيو او پوهنې حالت ته باید پاملرنې وشي او له نیکهمرغه خلک هم د ښوونځیو له پراختیا سره لېوالتیا لري، ځکه چې خپله ځمکو وقفولو او ان ښوونځیو جوړولو ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه: «له اسلامي امارته غواړو چې له لاسته راغلي فرصتونو په ګټې اخیستنې سره د ښوونځیو جوړولو او د درسونو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي او اوسنی نسل د باکیفیته معارف پر لور رهبري کړي.»

د سرپل یو له فرهنګیانو مهدي عبداللهي وايي، د سرپل خلکو تل له پوهنې ملاتړ کړی او حکومت باید خلک د معارف ملاتړ لپاره وهڅوي او د عامه پوهاوي ډېرولو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې پروګرامونه جوړ کړي.