ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو کمښت ناورین؛ سمنګان کې یو شمېر خلک د څښاک او کرنیزو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګندوي

د اوبو کمښت ناورین؛ سمنګان کې یو شمېر خلک د څښاک او کرنیزو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګندوي

author avatar
20 Aug 2023 - 19:36
د اوبو کمښت ناورین؛ سمنګان کې یو شمېر خلک د څښاک او کرنیزو اوبو پر کمېدو اندېښنه څرګندوي
author avatar
20 Aug 2023 - 19:36

ایبک (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ افغانستان کې د اوبو زېرمو د کمښت لامل شوې، د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین ته رسېدنه ونه شي، دوی اړ دي خپلې سیمې پریږي.

هغوی په سمنګان کې د اوبو پر کمېدو ‎اندېښنه څرګندوي، د دې ستونزې پر حل ټینګار کوي او وايي، له دوو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو له لوري ژورو څاګانو کیندل ډېر شوي چې دغه کار به راتلونکي کې د سمنګان اوسېدونکي د اوبو کمښت له ناورین سره مخ کړي.

د سمنګان يوه قومي مشر قاري عبدالبصير حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې ‎سمنګان ولايت د کرنې او څښاک لپاره کافي اوبه نه لري، خو د کروندګرو له خوا د غير معياري ژورو څاګانو کيندلو او د ځمکې لاندې له اوبو بې‌درېغه استفادې، د سمنګان خلک د اوبو له کمښت سره مخ کړي دي.‎

هغه وويل، که د دغه ډول خپلسرو کړنو مخنیوی ونه شي، نو ښايي د دغه ولايت اوسېدونکي د اوبو کمښت له امله نورو سيمو ته کډه شي.

د سمنګان یو کروندګر علاءالدین وايي: «مخکې به د څاګانو ژوروالی له پنځو تر لسو مترو پورې وو، موږ د خپلو کښتونو لپاره کافي استفاده ترې کوله، خو اوس له دېرش تر څلوېښت مترو هم زموږ کروندې په سم ډول نه شي خړوبولای.»

هغه زياته کړه، وچکالۍ او د باران او واورو نه اورېدل د دغه ولايت اوسېدونکي د ژورو څاګانو کیندلو ته اړ کړي چې له دې لارې یې کروندې په سمه توګه خړوبیږي.

د دغه ولايت د حضرت‌سلطان ولسوالۍ یو کروندګر حبيب‌الرحمن هم وايي، په ويالو کې د اوبو نشتوالي له امله دې ته اړ شوی چې ژوره څاه وکيندي.

هغه زیاتوي: «که د دغو څاګانو کیندل نه وي، زه نه شم کولای چې کرنې ته دوام ورکړم.»

دغه کروندګر د سمنګان له سیمه‎ییز حکومته غواړي چې کروندو خړوبولو لپاره یې اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، څو له یوې خوا د غیر معیاري څاګانو کیندلو مخنیو‎ی وشي او بلخوا دوی بېکاره او د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار نه شي.

بلخوا‎، د خُلم- ايبک د سیندیزې حوزې د اوبو د تنظيم ریاست آمر انجنير روح‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، اقليمي بدلونونه، د کافي واورو او بارانونو نه ورښت، له اوبو ‌بې‌درېغه استفاده او سمنګان ولایت کې د ژورو څاګانو کیندل، په دغه ولايت کې د څښاک اوبو د کمښت لاملونه دي.

هغه وايي چې د خُلم- ايبک د سندیزې حوزې رياست د لمریزې برېښنا په وسیله له څاګانو د اوبو راایستلو مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې، څو له دې لارې د کروندګرو ستونزې هوارې شي او د دې ترڅنګ په دغه ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې ته رسېدنه وشي.

محمدي زياته کړه چې له دې طرحې وروسته هیڅ کروندګر نه شي کولى چې د دغه رياست د ساحوي انجنيرانو له اجازې او سروې پرته ژوره څاه وکیندي او د سولر له لارې یې له اوبو استفاده وکړي.‎

د یاد ولایت اوسېدونکي او چارواکي وايي، د اوبو ارزښت د یوې حیاتي او ارزښتمنې سرچینې په توګه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي، په تېره بیا د سمنګان ولایت اوسېدونکو لپاره چې ۸۵ سلنه وګړي یې د کرنې له لارې د ژوند لګښتونه پوره کوي.‎

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان کې څه باندې ‎۶۰ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.