ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت: له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي

پوهنې وزارت: له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي

author avatar
21 Aug 2023 - 17:37
پوهنې وزارت: له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي
author avatar
21 Aug 2023 - 17:37

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د پوهنې وزارت وایي، دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زده‌کړو بوختې دي خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د دفتر رييس او سلاکار مولوي عزيزاحمد ريان د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې وکړې.

ريان وويل، په ټول هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لوموړي تر شپږم ټولګي پورې پر زده‌کړو بوختې دي خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۷ میلیون نجونو زده‌کړې ځنډول شوې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پوهنې وزارت اداري مرستیال مولوی صبعت‌الله وصیل له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو د بېرته پيل په اړه وويل: «د دې موضوع په اړه د اسلامي امارت رهبري، د اسلامي امارت مختلفو وزارتونو، وزیرانو او ویاندویانو پر خپل وخت وضاحتونه ورکړي او زما په فکر هماغه به کفایت کوي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.