Pajhwok Afghan News

د روسیې یکاترینبورګ ښار کې د «پوهنتونونو نړۍوالو سیالیو فیسټیوال» کې د افغان محصلینو ګډون

کابل (پژواک،۳۱زمری ۱۴۰۲): د هېواد بهرنیو چارو وزارت د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د «پوهنتونونو نړۍوالو سیالیو فیسټیوال» د پیل خبر ورکوي او وایي، په یاد فیسټوال کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ۲۸۲ پوهنتونونو محصلینو ګډون کړی دی.

د یادونې ده، کابل پوهنتون د روان کال د زمري میاشتې په ۲۵مه په دغو لوبو کې د ګډون په موخه له کابل او تعلیم او تربیې پوهنتونونو څخه د ورزشکاره محصلینو د یوې نهه کسیزې لوبډلې د تلو خبر ورکړی و.

د کابل پوهنتون په خبر کې راغلي وو، دا لوبغاړي به ۲۵ ورځې په روسیه کې وي او د پهلوانۍ، لامبو، جودو، سامبو، بوکس او تکواندو په لوبو کې به لوبېږي.

دغه راز د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد نن (د زمري ۳۱مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه فیسټوال د ۳۷ بېلابېلو هېوادونو د ۲۸۲ پوهنتونونو د محصلینو له خوا جوړ شوی او ټاکل شوې چې یاد محصلین به په ۱۴ ورزشي لوبو کې یو له بل سره سیالۍ کوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پرانیست غونډه کې چې دوه ورځې مخکې پیل شوې وه، د افغانستان سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر ګډون کړی و.

Views: 39

Exit mobile version