جلالاباد ( پژواک، ۳ وږی ۱۵۰۲): د ننګرهار کې امنیتی مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
مسوولين وايي، دغو کورنيو د ولسي تړون د يوې پروژې پر سر لانجه کړې ده.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وږي په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، پرون مازيګر د مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې رغنيزې پروژې پر سر لانجه شوې ده.
دی وايي، په دغه شخړه کې له يوه اړخه ۹ کسان او له بل لوري ۵ کسان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان د درملنې په موخه لومړی ځايي روغتون او بيا د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
يوه ځايي اوسېدونکي محمدقسيم هم پژواک ته تاييد کړه چې دغه شخړه پرون مازيګر شوې وه چې د سيمې خلکو او امنيتي کسانو لخوا شخړه مهار شوه.
Views: 639
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن