هرات (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): هرات کې ځایي سرچینې وایي چې د اته میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د تیاتر ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیمالحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د تیاتر ودانۍ جوړولو چارې د ښاروالۍ له لوري په همغه پخواني موقعیت کې پیل شوې دي.
هغه د ښاروالۍ له دغه اقدامه هر کلی وکړ او ویې ویل د دې ودانۍ په جوړولو سره به د هنرمندانو لپاره یوه اتحادیه هم جوړه شي او ټول هنرمندان به د هغې تر چتر لاندې فعالیت ولري.
هغه دغه راز وویل، د هرات د تیاتر ودانۍ په جوړېدو سره به د هنرمندانو د نندارتونونو لپاره د ځای نشتوالي له امله شته ستونزې هم حل شي.
بلخوا د هرات د تیاتر هنرمندان د ځایي ادارې له دغه اقدامه خوښ دي.
د هرات یوه هنرمند غلام رسول پویا پژواک ته وویل، له دوو کلونو راهیسې د هرات تیاتر ته د نه پاملرنې له امله د دغه ولایت د هنرمندانو اندېښنې ډېرې شوې وې.
د هغه په خبره، د دې ودانۍ د کار پیلېدو د یاد ولایت د هنرمندانو هیلې زیاتې کړي، دا د هنرمندانو دنده ده چې د خپل هنر له لارې د ټولنې لاسته راوړنې او ستونزې مسوولینو ته ورسوي.
هغوی وایي، د هرات تیاتر له څه باندې یوې پېړۍ فعالیت سره، په دوو وروستیو کلونو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان و او هیله ده چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره دغه ولایت کې د تیاتر ستونزې حل شي.
دغه راز د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل پژواک ته وویل، د دغه ولایت د تیاتر ودانۍ د ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ترمنځ په تفاهم د اته میلیون افغانیو په لګښت په درېیو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې د دې ودانۍ لګښت د ښارولۍ له لوري ورکول کېږي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن