ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د لرغونو اثارو موندلو يوه پرمختللې دستګاه ترلاسه شوې ده

فراه کې د لرغونو اثارو موندلو يوه پرمختللې دستګاه ترلاسه شوې ده

author avatar
29 Aug 2023 - 16:23
فراه کې د لرغونو اثارو موندلو يوه پرمختللې دستګاه ترلاسه شوې ده
author avatar
29 Aug 2023 - 16:23

فراه ښار (پژواک، ٧ وږى ١٤٠٢): فراه ولايت کې د لرغونو اثارو د موندلو يوه پرمختللې دستګاه کشف او ترلاسه شوې او په تړاو يې څلور کسان هم نيول شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري نن رسنيو ته لېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې تېره شپه امنيتي ځواکونو د پرچمن ولسوالۍ په مشکان حوزې سيمه کې د لرغونو اثارو د موندلو يوه پرمختللې دستګاه کشف او ترلاسه کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو څلور کسان هم نيول شوي چې درې يې د خوست او پکتيا او يو بل يې د فراه ولايت اوسېدونکى دى.

سرچينه وايي، نیول شوي کسان د څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Views: 525

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.