[restrict paid="true"]
پلخمري (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه ناپېژانده کسانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند یوولسم سړک په نوم سیمه کې یو کس وژلی دی.
سرچینه وايي، وژل شوی محمدامین نومیږي خو د وژنې څرنګوالي په اړه یې دمګړۍ معلومات نه دي ورکړل شوي.
امنیه قومانداني زیاتوي، د امنیتي ځواکونو له لوري د قاتلینو پېژندلو او نیولو هڅې پیل شوې دي.
د یادې سیمې یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، وژل شوی کس د خوست ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د شخصي دښمنۍ له امله مرکزي بغلان ولسوالۍ د ۱۱ سړک سیمې ته راکډه شوی و چې تېره شپه خپل کور ته څېرمه وژل شول دی.
هغه وايي، نوموړي د وژل کېدو انګېزه هم هغه دښمني کېدای شي چې له وېرې یې له خپل کلي کډه کېدو ته اړ ایستلی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP