ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ګمرک کې ۴۴ ورک شوي موټر پېژندل شوي

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ګمرک کې هغه ۴۴ ورک شوي موټر پېژندل شوي چې د یو کیلي موټرو په نوم د ګمرګي محصول د ورکړې لپاره وروستول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د کابل ګمرک د راپورله مخې، هغه ۴۴ د کابل، هرات، بلخ او پکتیا پلېټ لرونکي موټر چې پخوا ورک شوي وو، اوس د یو کیلي موټرو په نوم د ګمرکي محصول د ورکړې لپاره کابل ګمرک ته وروستول شوي دي.

هغه زياتوي، په یادو ۴۴ موټرو کې څلور دولتي موټر هم شامل دي.

قانع وایي، د یادو ۴۴ موټرو مالکينو ته خبر ورکول کېږي، که یې موټر ورک شوي وي او اسناد یې ورسره وي، د خپلو وسایطو ترلاسه کولو لپاره – چې د کابل ګمرک کې قید او درول شوي ـ کابل ګمرک ته مراجعه وکړي.

قانع پر خپله اېکس‌پاڼه يو جدول هم خپور کړی چې په کې د ۴۴ یادو موټرو د مالک نوم، شاسي شمېره او د پلیټ نمبرونه لیکل شوي دي.

Views: 469

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version