کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د بودجې کمښت له امله افغانستان کې روانه سپټمبر میاشت له هغو دوه میلیون کسانو سره مرسته نه شي کولای چې تر اوسه یې مرسته ورسره کوله.
یاد سازمان مخکې ویلي و چې هره میاشت افغانستان کې تر پنځه میلیون اړو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
خو افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویاند وحیدالله اماني نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په روانه سپټمبر میاشت کې د بودجې کمښت د یادو کسانو له ډلې دوه میلیونه یې کمیږي.
هغه زیاته کړه چې د بودجې ډېر کمښت له امله، به راتلونکي کې دغه پروګرام د میاشتې یوازې درې میلیونه کسانو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
د ډبلیواېفپي د خبرپاڼې له مخې، د دغه سازمان مشرې او استازې شاوېلي ویلي: «له یو څو سرچینو سره چې موږ ته راپاتې دي، نه شو کولای ټولو ھغو کسانو ته ورسٻږو چې د بشپړې بې وزلۍ په څنډه کې دي.»
سرچینې لیکلي، د خوراکي توکو په مرستو کې کمښت پر دې مانا دی چې یو عشاریه څلور میلیونه میندې او د ھغوی ماشومان به نور ونه شي کولای د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي خواړه ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ډبلیواېفپي انګیرنه دا ده چې په راتلونکو میاشتو کې به د تغذیې په مرکزونو کې د ماشومانو بستر کٻدو کې چټک زیاتوالی راشي؛ ځکه چې ماشومان له سختې لوږې سره د مخ کېدو له ګواښ سره مخ دي.
سرچینه زیاتوي: «د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره، دغه پروګرام یو میلیارد امریکایي ډالرو ته اړتیا لري څو وکولای شي چې پلان شوو ۲۱ میلیون کسانو ته ژوند ژغورونکي خوراکي توکو او تغذیې مرستې ورسوي او ھم د ژوندانه له فعالیتونو ملاتړ وکړي.»
Views: 71
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن