Pajhwok Afghan News

شهزاده مسعود: کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حامد کرزي ته له نږدې کسانو شهزاده مسعود طلوع نیوز ته ویلي: «کله چې کرزی صاحب له انګلیستانه بېرته هېواد ته راستون شو، له هغه وروسته درېیو هېوادونو ورته رسمي بلنه ورکړه؛ خو له بده مرغه د سفر اجازه ورنه کړل شوه؛ تر کومه ځایه چې د کورنیو لیدنو موضوع ده، افغانان هره ورځ راځي، بیرون کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې اسناد څېړل کېږي او وروسته د ننوتلو اجازه ورکول کېږي.»

طلوع نیوز د سرچینې په حواله لیکلي، پخواني ولسمشر کرزي ته د دې اجازه هم ورنه‌ کړل شوه چې له ایرانه له راغلي اووه کسیز پلاوي سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني ولسمشر دفتر تېره ورځ (د وږي ۱۵مه) وویل چې حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل او دواړو خواوو د نجونو د تعلیم پر اړتیا او د ښځو د کار د زمینې پر برابرولو ټینگار وکړ او په هېواد کې یې د پایداره سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین وباله.

اسلامي امارت تر اوسه د کرزي پر بهرنیو سفرونو د بندیز لګولو په اړه د شهزاده مسعود د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

حامد کرزی چې اوس په هېواد کې دی، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې پاتې شو او له ۱۵ میاشتو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال د لېندۍ په دوولسمه بهر ته سفر کړی و.

Views: 296

Exit mobile version