جلالاباد (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار د مومندو او شينوارو قومي مشرانو او ځوانانو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون کې لاريون وکړ.
لاريونکوونکو چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول، د پاکستاني چارواکو دغه کار یې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه وبلله او ټينګار يې وکړ چې دروازه دې ژر تر ژر پرانیستل شي.
نن له غرمې وروسته د شينوارو او مومندو قومي مشران او خلک له مختلفو ولسواليو تورخم ښارګوټي ته ورټول شوي وو او سولهييز لاريون يې وکړ.
د لاريون يوه تنظيموونکي او قومي مشر فريدون خان مومند وويل، افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي؛ پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب په خاطر دروازه بېرته خلاصه کړي؛ ځکه له امله یې عام خلک او سوداګر زیانمنېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP