منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
لړه · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې د پاکستان له لوري د دروازې تړلو غبرګون کې لاریون وشو

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۲۴ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار د مومندو او شينوارو قومي مشرانو او ځوانانو د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړلو غبرګون کې لاريون وکړ.

لاريون‌کوونکو چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول، د پاکستاني چارواکو دغه کار یې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه وبلله او ټينګار يې وکړ چې دروازه دې ژر تر ژر پرانیستل شي.

نن له غرمې وروسته د شينوارو او مومندو قومي مشران او خلک له مختلفو ولسواليو تورخم ښارګوټي ته ورټول شوي وو او سوله‌ييز لاريون يې وکړ.

د لاريون يوه تنظيموونکي او قومي مشر فريدون خان مومند وويل، افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي؛ پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب په خاطر دروازه بېرته خلاصه کړي؛ ځکه له امله یې عام خلک او سوداګر زیانمنېږي.

دغه راز د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګلمراد عرب وويل چې د دې لارې تړل کېدو له امله سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

هغه زیاتوي، نه يوازې دغه زيان افغان سوداګرو کړی، بلکې پاکستاني سوداګر او صنعتکاران هم د دې لارې تړل کېدو له امله زيانمن شوي او پاکستان باید دغه ستونزه حل کړي.

لاريون‌کوونکي ټينګار وکړ چې پاکستان دې لار د ترانزيټ او مسافرو پر مخ پرانيزي او هغه زيانونه چې په شپږو ورځو کې د لارې تړل کېدو له امله سوداګرو او ولس ته اوښتي، نور دې د دغه زيان د پراخېدو مخه ونيسي.

تورخم دروازه شپږ ورځې مخکې په ياده سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.

افغان مسوولينو ويلي چې ډزې لومړی پاکستاني ځواکونو وکړې او وروسته دوه اړخيزه نښته وشوه.

دا په د اسې حال کې ده چې وړمه شپه د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، د ټولو نړۍوالو قوانينو او تعهداتو خلاف، پاکستان په کراچۍ بندر کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او کرنیزو حاصلاتو او مېوو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو دروازې تړي.

دغه وزارت زیاته کړې، د پاکستان لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدامات دي.

بل لور ته، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ويلي چې د تورخم دروازې د خلاصېدو په اړه يې له خپلو مسوولينو سره خبرې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه