Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تخار خواجه‌غار ولسوالۍ کې یوه ښځه وژل شوې

تالقان (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي مسوولین وايي چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژلې ده.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافی وايي، یوه ۶۰ کلنه ښځه چې د یاد ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ د اسفند دشت سیمې اوسېدونکې وه، دوه شپې مخکې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري په مرموز ډول وژل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، دا پېښه د یاد ولایت په خواجه‌غار ولسوالۍ کې رامنځته شوې او پولیسو د دې قضیې په تړاو د یادې ښځې زوی نیولی دی.

د تخار د پولیسو ویاند وایي چې د پېښې د لامل روښانه کېدو په موخه لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.