Language

جهاد ارګېنای: استانبول کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو غونډه جوړیږي

کابل (پژواک، ۲۰ وږي ۱۴۰۲): په کابل کې د ترکیې سفیر وایي، نېږدې راتلونکې کې به په دغه هېواد کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونه غونډه جوړه شي او ترکیه به هڅه وکړي یاد هېوادونه راضي کړي، ترڅو بشري مرستې یې په پراختیایي مرستو بدلې کړي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګېنای سره د مخه ښې لېدنه کړه.

ارګېنای په دغه لېدنه کې ویلي: «نږدې راتلوونکې کې استانبول کې افغانستان سره د مرستندویه هیوادونو غونډه جوړیږي؛ موږ هڅه کوو ګډون کوونکي هیوادونه راضي کړو چې بشري مرستې په پراختیایې مرستو بدلې شي.»

هغه ویلي، ترکیه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زیاتېدو په موخه هلې ځلې کوي.

د کورنیو چارو وزارت سراج الدین حقاني هم په یاده لېدنه کې ارګېنای ته په خطاب کې ویلي، هغه د افغانستان ځانګړې تاریخي وخت کې دنده او د دوه و هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په ساتلو او پاللو کې غوره ماموریت ترسره کړ.

حقاني هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اړېکې لا نږدې او پراخې شي.