Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرې میاشتې د سوري زړه ۴۸ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته وروپېژندل

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړه سوري ۴۸ ماشومان يې نن په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د یادې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی نن پر خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې دې ټولنې پر یاده ناروغۍ اخته ۱۷۷۱ ماشومان د درلمنې لپاره په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

هغه وایي چې د یادو ماشومانو له ډلې نږدې ۱۵۰۰ یې روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي او پاتې نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دی زیاتوي چې د یادو ناروغانو درملنې او عملیات ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د شرف‌زوی معلوماتو له مخې، دا مهال له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه شاوخوا  ۱۲۰۰۰ نور ماشومان ثبت او درملنې ته په تمه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.