ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د رشیدانو یو شمېر خلک په دې ولسوالۍ کې د یوسفو درې اوبو بند جوړېدو غوښتنه کوي

د غزني د رشیدانو یو شمېر خلک په دې ولسوالۍ کې د یوسفو درې اوبو بند جوړېدو غوښتنه کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د غزني د رشیدانو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وچکالیو سخت ځپلي، کروندې او باغونه یې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي، حکومت دې د دې ولسوالۍ د یوسفو درې بند چې د داوود خان په وخت کې سروې شوی، جوړ کړي.

د یادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي متین پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د وچکالۍ ستونزه په ټول غزني کې ده خو رشیدان ولسوالي یې ډېره ځپلې او خلک یې وس نه لري برمې ووهي او ځمکې خړوبې کړي.

هغه زیاتوي: «رشیدان ولسوالي د انګورو او الو ډېر باغونه لري خو سږنۍ وچکالۍ زیانمن کړي، سږ کال به ډېر حاصلات ونه لري، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ د خلکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.»

د نوموړي په خبره، دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې سره هم شریکه کړې او ژمنه یې کړې چې د رشیدانو د یوسفو درې بند جوړوي.

د رشیدانو ولسوالۍ بل قومي مشر حاجې نبو هم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي خو وروستۍ وچکالۍ ډېر ځپلي دي.

هغه وویل، خلک اړ شوي چې له یوې سیمې بلې ته د اوږدو پایپونو په وسیله اوبه ورسوي او خپلې کروندې او باغونه پرې خړوب کړي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د یوسفو درې بند جوړ کړي، په دې توګه به د غزني رشیدان، خواجه‌عمري او د میدان‌وردګو جغتو ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

په ورته وخت‌ کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي محمد‌شفیق منصور پژواک ته وویل، د عمر په نوم د بند ټولنيزه، اقتصادي، چاپېریالي او ټوپوګرافي لومړنۍ سروې یې کړې چې د جوړېدو چارې به یې په راتلونکي پلان کې شاملې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «رشیدانو کې د سليمان کلا سیمې بند چې د افغانستان له مهمو بندونو شمېرل کېږي، د سردار محمد داوود خان واکمنۍ پر مهال سروې شوی او په پلان کې شامل شوی دی.»

د هغه په وینا، یاد بند د زرګونه هکټاره ځمکې خړوبولو او برېښنا د تولید ترڅنګ د میلیونونو متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۱۷۷۵۰۰۰ ميليون متر مکعب اوبه ذخيره کولای شي، د محور اوږدوالی یې په لاندې برخه کې ۲۱۰ متره او په پورته برخه کې ۴۸۰ متره دی، فرضي ارتفاع یې ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې ده چې په جوړېدو به یې د درېیو ولسوالیو خلک د وچکالي له خطره وژغورل شي.

Views: 244

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.