Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله سبا د ایرلینډ له الف لوبډ‌لې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه د ایرلینډ له الف لوبډلې سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکذپاڼه لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله به په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د خپلې درېیمې لوبې په موخه د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

سرچینې ویلي، دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار لس‌نیمې بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ابدالیان لوبډلې د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې د سبانۍ لوبې لپاره تمرینات ترسره کړل.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړی لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته بایللې خو دویمه لوبه کې یې بیا د ایرلینډ الف لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.