ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ مجاهد: د هيچا حقونه نه دي ضايع شوي

م.م: افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ مجاهد: د هيچا حقونه نه دي ضايع شوي

author avatar
13 Sep 2023 - 14:56
م.م: افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي؛ مجاهد: د هيچا حقونه نه دي ضايع شوي
author avatar
13 Sep 2023 - 14:56

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ادعا کړې چې د افغانستان ا.ا د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي، خو ذبيح‌الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مه غونډه د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې تېره دوشنبه پيل شوې او درې ورځې دوام کوي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک تېره ورځ په جینوا کې یادې غونډې ته په وینا کې ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر خراب وضعیت کې دي او د میلیونونو ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

هغه ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې یې د ثانوي یا درېیمې درجې زده‎کړو ته د تلو اجازه نه لري، ملت له یوه جدي بشري او مالي بحران سره مخ شوی او د نفوس دوه پر درېیمه برخه اوس مرستو ته اړتیا لري.

ده زياته کړې: «په تېرو دوو کلونو کې په سیستماتیک ډول هغه قوانین او بنسټونه له منځه تللي چې یو وخت به یې د بشري حقونو خوندیتوب زمینه برابره کړې وه، قوانین اوس د مشورتي پروسو پر ځای د فرمانونو له لارې جوړ شوي؛ هغه قوانین چې ښځې یې له تاوتریخوالي خوندي کړې وې او د هغوی لپاره یې د کار زمینه برابره کړې وه.»

د هغه په وینا، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له منځه تللی، جسمي مجازات او عام اعدامونه بیا پیل شوي، د بې‌عدالتۍ، وژنو، شکنجې او په خپل‌سر د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

ولکر ټرک له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو کړکېچ ته لومړيتوب ورکړي او د دغه هېواد خلکو ته شا نه کړي.

دغه راز هغه اړوند دولتونه هڅولي څو د هغو ننګونو په حل کې په فعال ډول مرسته وکړي چې د افغانستان اقتصاد ورسره مخ دی.

نوموړي پر افغان چارواکو غږ کړی چې د بشري حقونو نړۍوالو مکلفیتونو ته په پوره درناوي سره افغانستان بېرته له نړۍوال نظم سره یو ځای کړي.

خو د اسلامي امارت وياند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د هيچا شرعي او بشري حقونه نه دي ضايع شوي.

هغه زیاتوي، هغه هېوادونه او يا هغه حلقات چې د غرب له فرهنګه متاثره دي، فکر کوي چې افغانستان هم بايد د غرب غوندې قوانين ولري او یا حقوقو ته له هغه تعبیره وګوري چې دوی يې تعریفوي چې داسې نه ده.

مجاهد وايي: «هر فرهنګ ځان ته جلا تعبیرات لري او هر هېواد ځان ته ارزښتونه لري؛ زموږ ارزښتونه اسلامي او شرعي دي او د اسلام په چوکاټ کې موږ د خلکو حقوق ورکړي، ورکوو يې، دې ته ځان ژمن بولو او دا مو فریضه او وجیبه ده چې د خلکو حقوقو ته رسېدنه وشي او په دې مورد باندې موږ ګامونه اخيستي دي.»

مجاهد زياته کړې: «ځينې ستونزې چې په ځينو مواردو کې موجودې دي، هغه د اصلاحاتو لپاره ځيني تعویقونه او ځيني تعطیلونه راغلي دي، پر هغو باندې هم کار روان ده چې حل به شي؛ ولې هیڅکله دا په دې معنا نه ده چې د چا حق ضایع کېږي يا نقض د حقوقو راځي.»

هغه وایي چې افغانان ټول د افغانستان وګړي دي؛ حق لري چې په خپل هېواد کې په مصئونه او باعزته توګه د خپلو قوانينو په چوکاټ کې ژوند وکړي او فزیکي او رواني امنیت یې تامین وي.

مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت په دې برخه کې ژمنتیا لري.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.