غزنيښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د برېښنا له شرکته د ۴۰ زره لېتره تېلو د غلا په تور یې ۱۱ کسان نیولي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا شرکت د درېیو کارکوونکو په ګډون هغه ۱۱ کسان ونیول شول چې په ډېر مهارت یې د دغه شرکت ۴۰ زره لېتره تېل غلا کړي وو.
هغه زیاته کړه چې د نیول شوو له ډلې نهه کسان تېل پلورونکي دي چې ټول په غلا کې شریک دي.
د هغه په خبره، د امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو تل کوښښ کړی چې داسې ملي خیانتکوونکي تعقیب کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
سرحدي وویل چې نیول شوي کسان یې ټول د قانون د تطبیق په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
Views: 428
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن