ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې چاودنه؛ د مولانا فضل الرحمن ډلې د مهم غړي په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي

14 Sep 2023 - 20:50
14 Sep 2023 - 20:50

اټلانټا (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د مذهبي ډلې جمعیت علماء اسلام د ډلې د یوهم هم غړي حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنه د وږي په ۲۳مه، مازیګر مهال د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ اړونده سیمه کې شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې په دې چاودنه کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند د يو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د جمعيت علمااسلام ف صوبايي وياند عین الله شمس ويلي، په چاودنه کې حافظ حمدالله او نور ملګري يې ژوبل شوي دي، خو د حمدالله حالت له اندېښنې بهر دی.

شمس وایي “دا ترهګري ده، حکومت باید د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي”.

تر اوسه ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د یوې چاودنې له امله د یاد ګوند د ځایي مشر په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version