ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر زمرد په لومړي ځل په قانوني توګه د هېواد دننه وپلورل شول

15 Sep 2023 - 11:44
15 Sep 2023 - 11:44

پاراخ (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې په لومړي ځل د دغه ولایت ۱۲۴۴ کرېټ زمرد په قانوني ډول د هېواد دننه وپلورل شول.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرت‌الله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لومړي ځل لپاره ۱۲ سوه او ۴۴ کریټ د زمردو قیمتي ډبرې په دغه ولایت کې په قانوني ډول استخراج شوې دي.

هغه زیاته کړه چې له استخراج وروسته، دغه ډبرې د استخراج کوونکې له لوري د پنجشېر او د هېواد د ځینې نورو ولایتونو ۱۵۰ ملي سوداګرو ته د داوطلبۍ په ډول وړاندې شوې چې بلاخره د ۲۴ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانیو  په ارزښت وپلورل شوې.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه چې له دې مخکې د پنجشېر قیمتي ډبرې په ځانګړې توګه زمرد په غیرقانوني ډول له هېواده بهر قاچاق کېدل او په پېر او پلور کې یې پراخ فساد شتون درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version