ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی

فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی

author avatar
15 Sep 2023 - 14:30
فاریاب کې یو کس په ډزو وژل شوی
author avatar
15 Sep 2023 - 14:30

میمنه (پژواک،۲۴ وږی ۱۴۰۲): فارياب کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د مرکز ميمنې ښار په شپږمه ناحيه کې یو کس د یوه ناپېژانده وسله‌وال له خوا په ډزو وژل شوى دى.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مرستيال داملا محمد معاوض وايي، وژل شوى کس شاه‌ولي ٢٤ کلن و چې تېره شپه له دوکان څخه کور ته د راستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسلهوال له خوا د کلاشينکوف په ډزو وژل شوى دى.

ده زياته کړه چې تراوسه د دې وژنې انګيزه نه ده معلومه او د یادې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

د میمنې ښار د قطور ګذر وکيل حاجي محمد صالح پژواک ته وويل ډوډۍ يې خوړله چې د درېيو ډزو غږ يې واورېد، څو شېبې وروسته يې خبر راوړ چې شاه‌ولي قصاب وژل شوى دى.

د قرباني خسبارا په نوم چې د پېښې عيني شاهد و، وويل: «زه د خپلې خور له خاوند سره له پلورنځي راتللو چې پر موټرسايکل سپاره يو وسله‌وال سړي موږ ودرولو، زما اوښي ته يې وويل چې پيسې راکړه، اوښي مې وويل چې پیسې نشته، نو هغه وسله‌وال سړي زما پر اوښی درې ډزه وکړل او ولاړ.»

د قطور ګذر وکیل وايي، مقتول یو غریبکاره او بې‌غرضه سړی و او له هیچا سره یې دښمني نه درلوده، ۱۶ زره افغانۍ یې په جیب کې وې، قاتل دا پیسې نه دي اخیستي او معلومه ده چې ولې یې وژلی دی.

هغه زياته کړه، شاه‌ولي د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او اوس په قطور کې اوسېده، له هغه څلور اولادونه پاتې شول.

Views: 28

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.