ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ۲۰ کيلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

ننګرهار کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ۲۰ کيلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
16 Sep 2023 - 17:02
ننګرهار کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ۲۰ کيلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
16 Sep 2023 - 17:02

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د دفاع وزارت له لوري د شل کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو مسوولين وايي، د دغه فرعي سړک کارونه د سيمې د خلکو په غوښتنه او د دفاع وزیر په ځانګړي امر پیل شوي چې لګښت یې هم دفاع وزارت ورکوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد ین وليد قول‌اردو وياند مولوي وحیدالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ۲۰ کيلومتره فرعي سړک د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلاله کلي د قومي مشرانو په بيا بيا غوښتنه  د دفاع وزیر په خاص امر د ياد وزارت په مالي لګښت جوړیږي.

دی وايي، اوسمهال دغه سيمه سړک نه لري چې د خلکو ترڅنګ سرحدي ځواکونه هم د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړی که څه هم د دغه سړک د لګښت په اړه څه نه وايي خو زياتوي چې د سړک جوړېدو کې تر ډېره د قول‌اردو له امکاناتو کار اخيستل کېږي.

ورته مهال د سيمې خلک د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دی.

قومي مشر نواب خان پژواک ته وويل چې اوسمهال خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «موږ سړک نه لرو، عام تګ راتګ خو ډېر مشکل دی خو د ناروغانو تګ بېخي لانجه ده، اوس چې د سړک کارونه پيل شول، هیله‌من يو چې ستونزې به حل شي.»

د یادونې ده، له دې وړاندې هم په جلال‌اباد ښار کې د دفاع وزارت له لوري يو مهم پول جوړ شوی دی.

Views: 499

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.