خوستښار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د خوست ښاروالۍ وايي چې په خوست ښار کې د ۱۵۰ امريکايي ډالرو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې پيل شوې.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال د يادې پروژې د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه رغنيزه پروژه چې د ښاروالۍ له خوا د يونپس موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، په ترڅ کې يې د ۵۸۵ مترو په اوږدوالي ویالې او پيادهرو جوړيږي.
د هغه په وينا، دغه ویالې او پيادهرو د څلورمې ناحيې اړوند د حلقوي سړک سوېلي برخه کې د حکيم تڼيوال له پارک څخه تر خبريال سړک پورې جوړېږي.
هغه وویل چې د يونپس د پروژو ترڅنګ د ښاروالۍ د نهو مختلفو پرمختيايي پروژو چارې هم په خوست ښار کې روانې دي.
هغه دغه راز زياته کړه، دوی له يادو ټولو پروژو په وخت څارنه او نظارت کوي څو چارې په ښه کيفيت سرته ورسېږي او هيله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د نورو پرمختيايي پروژو کارونه هم پيل شي.
دغه راز د خوست مرستيال والي مولوي محبوبشاه قانت پژواک ته وويل چې دغه پروژه به په راتلوونکو ۱۱۵ کاري ورځو سرته ورسېږي او نږدې دوه سوه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.
نوموړي وويل، يونپس موسسه ۲۸ بېلابېلې پروژې په پلان کې لري چې شپږ يې تکميل شوې او ۱۲ نورې تر کار لاندې چې په نږې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د خوست ښار په لومړۍ، دويمه او درېيمه ناحيو کې د ۵۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې وې.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن