Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د م.م یو چارواکی د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه پاکستان ته ځي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د کډوالۍ اسنادو پر تمدید او بې‌اسنادو کډوالو ته د اسنادو پر ورکولو خبرې کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اسیا او پاسفیک سیمه‌ییز دفتر له مشر ایندریکا راتوتي سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دې ناسته کې په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو او افغانستان کې دننه د بېځایه شوو کورنیو پر ستونزو خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، راتوتي په دې لېدنه کې ویلي چې په نږدې وخت کې به پاکستان ته هم ولاړ شي او له د دغه هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو د اسنادو پر تمدید او بې‌اسنادو کډوالو ته د اسنادو پر ورکولو خبرې وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني په دې لیدنه کې ویلي، ناستې او خبرې باید نتیجه لرونکې واوسي او ګټه یې ولسونه په سترګو وویني.

د سرچینې معلوماتو له مخې، حقاني دغه راز د موسسو پر بې‌طرفۍ، اصولو او قوانینو ته د هغوی پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.