Language

حنفي: غواړو افغانستان د مختلفو دهلېزونو له لارې د يو کمربند یوه لار پروژې سره ونښلوو

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، اسلامي امارت د واحد چین ملاتړ کوي او د يو کمربند يوه لار پروژه تاييدوي او هڅه کوي افغانستان د مختلفو دهلېزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.

له ارګه د وږي په ۳۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د چين سفير جاو‌ شينګ د رياست‌الوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

حنفي جاو شينګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله وښوده چې په افغانستان کې د نوموړي ماموريت به د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو پياوړتيا کې اغېزناک رول ولوبوي.

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، چين د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکي پاللې دي او اسلامي امارت يې د دوام هيله لري.

login or register a new account.

Related Topics