کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۲): د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، اسلامي امارت د واحد چین ملاتړ کوي او د يو کمربند يوه لار پروژه تاييدوي او هڅه کوي افغانستان د مختلفو دهلېزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
له ارګه د وږي په ۳۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د چين سفير جاو شينګ د رياستالوزرا له اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.
حنفي جاو شينګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله وښوده چې په افغانستان کې د نوموړي ماموريت به د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو پياوړتيا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د رياستالوزرا اداري مرستيال زياته کړه، چين د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره ښې اړیکي پاللې دي او اسلامي امارت يې د دوام هيله لري.
حنفي دغه راز وويل چې اسلامي امارت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند يوه لار پروژه تاييدوي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهلېزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چين سفير جاو شينګ په دې کتنه کې وويل چې د چين تاريخي او ښې اړيکې به دوام کوي او د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته افغانستان په ټولو برخو کې ښه پر مخ روان دی.
د چين سفير دغه راز په افغانستان کې د سراسري امنيت ستاينه وکړه او زياته يې کړه: «د متقابل احترام او نه مداخلې پاليسي پر اساس له اسلامي امارت سره په مختلفو برخو کې مخې ته تګ کوو.»
د چين سفير اسلامي امارت ته له خپل لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ وويل: «موږ په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلويان يو او په لويو اقتصادي پروژو کې د افغانستان شاملولو لپاره په ګډه او مشوره کار کوو.»
  . . .










