ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې پلورل شوی یو ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

22 Sep 2023 - 12:16
22 Sep 2023 - 12:16

بامیان (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، هغه ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې نهه ورځې مخکې په دغه ولایت کې د ۳۰ زره افغانیو په بدل کې یوې بلې کورنۍ ته ورکړل شوی و.

د باميان د مرکز اړوند د «پتاب لغمان» سيمې اوسېدونکى احمدشاه پرون پژواک ته ویلي وو، بې‌وزلي او ناچاري د دې لامل شوه چې خپل درې مياشتنى زوى په ٣٥ زره افغانيو وپلوري څو د خپلې کورنۍ د نورو غړو ژوند وژغوري.‎

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د ماشوم بېلوالی یې نه شي زغملی، غوښتنه وکړه ‎چې ماشوم دې یې بېرته ورته وسپارل شي.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني نن پژواک ته وویل چې د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي، د دغه خبر له خپرېدو وروسته مسوولینو ته سپارښتنه وکړه څو موضوع وڅېړي او ستونزې ته رسېدنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version