منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بامیان کې پلورل شوی یو ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۵ کتنې

بامیان (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۲): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، هغه ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې نهه ورځې مخکې په دغه ولایت کې د ۳۰ زره افغانیو په بدل کې یوې بلې کورنۍ ته ورکړل شوی و.

د باميان د مرکز اړوند د «پتاب لغمان» سيمې اوسېدونکى احمدشاه پرون پژواک ته ویلي وو، بې‌وزلي او ناچاري د دې لامل شوه چې خپل درې مياشتنى زوى په ٣٥ زره افغانيو وپلوري څو د خپلې کورنۍ د نورو غړو ژوند وژغوري.‎

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د ماشوم بېلوالی یې نه شي زغملی، غوښتنه وکړه ‎چې ماشوم دې یې بېرته ورته وسپارل شي.

د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني نن پژواک ته وویل چې د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي، د دغه خبر له خپرېدو وروسته مسوولینو ته سپارښتنه وکړه څو موضوع وڅېړي او ستونزې ته رسېدنه وکړي.

هغه زياته کړه چې ياد ماشوم پرون مازدیګر (د وږي ٣٠مه) د باميان د والي له لوري خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

فرزان وايي، د احمدشاه او د هغه کورنۍ اقتصادي وضعیت یو شان دي چې د نارینه اولاد نه درلودو له امله یې احمدشاه د ۳۵زره افغانیو په بدل کې اخیستی و.

دغه راز هغه زياته کړه چې د دواړو لورو له رضایت وروسته د باميان والي دغه ماشوم بېرته خپلې مور ته وسپاره او له دواړو کورنيو سره يې مالي مرسته وکړه.

اوس د دغه ماشوم کورنۍ وايي، خوښ دي چې ماشوم يې بېرته ورته وسپارل شو؛ ځکه چې د هغه جلاوالی د دوی لپاره د زغم وړ نه و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه