Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د بیارغونې تطبیق‌کېدونکو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

جلال‌اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختیا رياست مسوولين وایي، سږ کال په دغه ولايت کې د بيارغونې ۱۱۳ پروژې پيل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

مسوولين دغه راز زیاتوي چې د دغو پروژو د تطبیق موخه د بيارغونې ترڅنګ خلکو ته د لنډمهالې کاري زمينې برابرول دي.

د چارواکو په وينا، په دغو پروژو کې د کانالو بيارغونه، د سړکونو، ويالو، پلچکونو، د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول او ګڼې نورې رغنيزې چارې چې په ۲۲ ولسواليو کې روانې دي، شامل دي.

عام خلک هم دغو پیل شوو پروژو ته خوښ دي.

د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختیا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز پژواک اژانس ته وويل، روان کال په دغه ولايت کې د دغه رياست له لوري د همکارو او مرستندويه ادارو په همکارۍ د ۱۱۳ پروژو کارونه پيل شوي چې ۷۲ يې بشپړې شوې او د ۴۱ چارې روانې دي.

هغه زياته کړه: «موږ په ننګرهار کې ۷۲ پروژې سږ کال تکمیل کړې چې په دې کې څلور پروژې د کانالونو او سړکونو او نورې د څښاک پاکو اوبو شبکو جوړول دي.»

د مولوي مبارز په خبره، د دغو پروژو موخه خلکو ته د کاري زمينو برابرول، د کليو بيارغونه، خلکو ته د څښاک پاکو زمينې برابرول او د وچکالۍ مخنيوی دی.

دی وايي: «داسې دقيق ارقام خو په لاس نه لرم، خو په دې پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او راتلونکي ته هم پلان لرو چې د دې ډول پروژو په تطبيق سره خلکو ته د کار زمينه برابره کړو.»

بشري خيريه موسسه (OHW) يو له هغو بنسټونو دی چې په دغه ولايت کې يې د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې ګڼې پروژې تمويل کړې دي.

د دې موسسې د پروژو د ډيزاين مسوول انجينر ضياءالحق وايي: «د اوبو رسولو شبکو له رامنځته کولو موخه دا ده چې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي او له مرضونو وژغول شي، بله موخه خلکو ته د دغو شبکو د جوړېدو په چارو کې د لنډمهال کار زمينه برابرېدل دي.»

اول‌خان چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او هلته ورته د کانال پاکولو يوه پروژه کې د کار زمينه برابره شوې، وايي، د دې ترڅنګ دې د کرنيزې پراختيا برخه کې هم مرسته ورسره وشي.

دی وايي: «موږ ډېره مننه کوو چې دلته راته د کار زمينه برابره شوې، خو دا غوښتنه هم کوو چې له موږ سره د اصلاح شوو تخمونو او سرې برخو کې هم کومکونه وشي چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو.»

دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ يو اوسېدونکی سپين‌ږيری غلام‌رحمن چې د اوبو يوې شبکې جوړېدو چارو کې بوخت دی، وايي، حکومت دې د کارموندنې لپاره داسې پروژې تطبیق کړي چې خلکو ته دايمي کار پيدا شي.

د ننګرهار ځيني اوسېدونکي بيا د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې دا ډول پروژې ګټورې بولي خو د پروژو د کميت ترڅنګ پر کيفيت هم ټينګار کوي.

د دوربابا ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک درياخان پژواک ته وويل، د کليو پراختيا رياست پروژې ځکه ګټورې دي چې د ولس په خوښه او د اړتيا له مخې کارونه کوي او خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابرېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د کمیت ترڅنګ دې د پروژو کیفیت هم په پام کې ونیول شي.

د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختیا رياست مسوولين وايي، د ۴۶ نورو ورته پروژو ډيزاين او ملاتړکوونکي چمتو شوي چې په نږدې وخت به يې چارې پيل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.