کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادو پر اړیکو منفي اغېزه کوي او هره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني او مل پلاوي سره لیدلي.
سرچینې لیکلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست دې لیدنه کې وویل، د یوه ګاونډي هېواد په ناامنه کېدو سره د بل ګاونډي امن اخلالېدلای شي.
سرچینې د یاد وزارت سرپرست له قوله لیکلي چې پاکستان کې له کډوالو، ښځو او ماشومانو سره زورزیاتی باید ودرول شي او زیاته یې کړه له هغه څه باید ډډه وشي چې د دواړو هېوادو پر اړیکو منفي اغېزه کوي.
د دغه وزارت سرپرست زیاته کړې، د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده، له هيڅ کوم هېواد سره ترینګلې اړیکې نه غواړي.
د وزارت سرپرست دغه راز وویل، هره ستونزه دې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي او سیاسي مسایل باید د ترانزیټ مانع نه شي؛ همدارنګه پر باډرونو د مسافرو د تګ راتګ لپاره دې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
سرچینې څرګنده کړې چې د پاکستاني پلاوي مشر په دې وروستيو کې پر پوله د رامنځته شوې شخړې په تړاو ژمنه وکړه چې موضوع به پوره څېړل کېږي او په راتلونکي کې به د داسې پېښو مخنيوی کېږي.
یاد پلاوي زیاته کړه، پاکستان هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او غواړي چې افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP