Language

یوه پلاوي د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د څېړلو په موخه ننګرهار ته سفر کړی

جلال‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر کړی، څو له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي د رییس‌الوزاء د حکم پر اساس ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

سرچینې لیکلي، په یاد پلاوي کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کرنې او مالدارۍ، روغتيا، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د کليو پراختيا وزارتونو او سرې میاشتې استازي ګډون لري چې ننګرهار ته د راستنېدونکو د وضعيت څېړلو، هغوی ته د سرپناه او اسانتياوو برابرولو په موخه یاد ولایت ته تللي دي.

دغه پلاوي تېره ورځ د ننګرهار ولايت له مقام، کډوالو چارو له رياسته او له ځينو نورو اړوندو ادارو لیدنه کړې او نن د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي ته تللی دی.

login or register a new account.