منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوه پلاوي د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د څېړلو په موخه ننګرهار ته سفر کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۶ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر کړی، څو له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت وڅېړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي د رییس‌الوزاء د حکم پر اساس ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.

سرچینې لیکلي، په یاد پلاوي کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کرنې او مالدارۍ، روغتيا، د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د کليو پراختيا وزارتونو او سرې میاشتې استازي ګډون لري چې ننګرهار ته د راستنېدونکو د وضعيت څېړلو، هغوی ته د سرپناه او اسانتياوو برابرولو په موخه یاد ولایت ته تللي دي.

دغه پلاوي تېره ورځ د ننګرهار ولايت له مقام، کډوالو چارو له رياسته او له ځينو نورو اړوندو ادارو لیدنه کړې او نن د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي ته تللی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په تورخم کې ویلي، له دغه سفره یې موخه د اسلامي امارت د مشر په امر له پاکستانه ننګرهار ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو اورېدل او د ستونزو لپاره يې ژر تر ژره حل لارو پيدا کول دي.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت مرستیال مولوي مستقيم هم په خپلو خبرو کې وویل چې له پاکستانه راستنېدنکو کډوالو ته بايد په خپلو ولايتونو او خپلو اصلي استوګنځايونو کې د اوسېدو زمينه برابره شي او په دې برخه کې یاد وزارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په تورخم کې يو شمېر کډوالو له دغه پلاوي غوښتنه وکړه چې دوی ته د سرپناه او کار زمينه برابره کړي.

یوه افغان عبدالرحمن چې له پاکستانه راستون شوی دغه پلاوی ته وویل: «موږ له مجبورۍ کډوال شوي وو، د کډوالۍ ژوند سخت دی، موږ ته دلته د کار زمينه برابره کړئ، که موږ دلته ښه ژوند ولرو نور کډوال هم راځي.»

ټاکل شوې دا پلاوی د خپل سفر جزيیات د اسلامي امارت له مشر سره شريک او د حل په برخه کې يې د هغوی له سپارښتنې وروسته عملي اقدامات ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال