ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: له ځینو نړۍوالو سره نا اعلان شوی رسمي تعامل لرو

مجاهد: له ځینو نړۍوالو سره نا اعلان شوی رسمي تعامل لرو

author avatar
28 Sep 2023 - 02:44
مجاهد: له ځینو نړۍوالو سره نا اعلان شوی رسمي تعامل لرو
author avatar
28 Sep 2023 - 02:44

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان د ګرځندویانو لپاره تر ډېرو هېوادونو امن ځای دی او ځيني هغه بهرنیان هم دلته د سیاحت لپاره راځي چې پخوا یې دلته جګړه کوله.

نوموړي دغه څرګندونې په کندهار کې د ګرځندوی نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې غونډه کې وکړې.

دغه غونډه چې د چهار شنبې په ورځ ناوخته د کندهار په عینو مېنه کې جوړه شوې وه، په کې د ګرځندوی په اړه بېلابېلې ویناوې وشوې.

ذبیح‌الله مجاهد وویل، ځينې استخباراتي کړۍ او هېوادونه د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي او کله د بهرنیو وسله‌والو د شتون ادعاوې کېږي په داسې حال کې چې دلته امن دی او هیڅ بهرني خپلسري وسله وال شتون نه لري.

هغه زیاته کړه، افغانستان د ګرځندویانو لپاره تر ډېرو هېوادونو امن ځای دی او ان ځيني هغه بهرنیان لا هم دلته د سیاحت لپاره راځي چې مخکې یې دلته جګړه کول.

ده وویل: «دلته داسې خلک هم په ګرځندویانو کې راغلي وو چې یو وخت د جنګ لپاره راغلي وو ، د امریکایانو په لښکرو کې عسکر وو، ویې لیدل په هغه کلیو کې چې دوی ماتې خوړلې څرنګه ځایونه وو، خلک یې څنګه خلک دي ځکه هغه حالت نظامي وو دوی هر ځای نه شو تلای.»

د مجاهد په وینا، افغانستان غواړي له نړۍ سره ښه تعامل ولري او تر اوسه یې له ګاونډیو او سیمي هېوادونو سره ښه تعامل جوړ کړی.

هغه زیاته کړه، له لرې هېوادونو او نړۍوالو سره هم نااعلان شوی رسمي تعامل لري خو کله کله ځینې ستونزې د ناسمو راپورونو پر اساس رامنځ ته کیږي.

مجاهد یو ځل بیا پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه چې څو ځله د افغانستان د سولې په برخه کې ناکام شوي، خو اوس چې سوله راغلې او افغانستان امن دی ؛ ملګري ملتونه یوازې پر دوو کوچنیو کورنیو موضوعاتو «د ښځو حقوق او تعلیم» بحثونه کوي خو پر نورو پرمختګونو سترګې پټوي.

ذبیح الله مجاهد وویل، کېدای شي په دې برخه کې به ستونزه وي خو باید وخت ورکړل شي څو دا ستونزه هم د ټولنې نبض ته په کتو حل شي.

په دې غونډه کې د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام‌الله سمنګاني هم د ګرځندوی پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر تېر کال سږ کال د بهرنیو ګرځندویانو په شمېر کې پنځه برابره زیاته زیاتوالی راغلی.

دغه راز د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد صدیق مهمند بیا وویل، سوداګر اماده دي چې د ګرځندوی په برخه کې پانګونه وکړي تر څو هېواد ته لا هم د بهرنیو سیلانیانو پام راواوړي.

د کندهار پوهنتون استاد شېر شاه رشاد بیا غوښتنه وکړه چې په کندهار کې تاریخي او نورو تفریحي سیمو ته پاملرنه زیاته شي او اسانتیاوې دې رامنځ ته شي تر څو له دې لارې دولت ته ډېر عاید په لاس ورشي.

مسوولینو هم ژمنه وکړه چې د تاریخي سیمو او ځایونو ساتنې او هلته د سهولتونو رامنځ ته کولو په برخه کې جدي هڅې کوي تر څو ګرځندویان له افغانستانه نړۍ ته ښه تصویر ښکاره کړي.

[/restrict]

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.