ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي او میدان‌وردګو کې له څه باندې ۵۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

دایکنډي او میدان‌وردګو کې له څه باندې ۵۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

میدان‌ښار، نیلي (پژواک، ۹ تله ۱۴۲): په دایکنډي ولایت کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لورې له څه باندې ۴۷۵۰ کورنیو سره او میدان‌وردګو ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لورې له ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د میدان‌وردګو په چک ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د دغه ولایت لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوول مولوي عبدالقدوس عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه لوبیا، پنځه کیلوګرامه وریجې، پنځه لېټره غوړي، پنځه کیلو بوره او دوه کیلو خرما ورکړل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د دایکنډي په نیلي، کجران او پاتو ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لورې له ۴۷۶۳ کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.

د دایکنډي ولایت د کلیو او پراختیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د یاد ریاست له لورې وېشل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، ۶.۲۵ کیلوګرامه دال، نیم ګیلوګرامه مالګه، درې کیلوګرامه د ماشومانو لپاره ځانګړي خواړه وېشل شوي دي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.