بامیان (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دغه وزارت هوډ لري چې افغانستان د کرنې له پلوه پر ځان بسیاینې او غذایي مصوونیت ته ورسوي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري تېره ورځ بامیان ته تللی و د ځایي مسوولینو، اوسېدونکو علماوو په شتون کې یې د اوبو پر مدیریت او د دغه ولایت د بزګرو د اړتیاو پرتامینولو ټینګار وکړ.
هغه وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه کرنې، اوبو او انرژۍ، د کلیو او پراختیا وزارتونو ته د هېواد د سیندیزو، موسمي او د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت سپارښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه ادارې هڅه کوي چې ډېر ژر د هېواد اوبه د کرنې او اقتصادي ودې په موخه مدیریت، د کانالونو او بندونو په جوړولو سره د بزګرو اړتیاو پوره کړي.
دغه ناسته کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر د کرنې، مالدارۍ، د کښت طریقې، د خاورې ارزونې، اوبو او هوا د زراعت لپاره اصلاح شوي تخمونه چې د بزګرو د ملاتړلپاره دي د یوې رسالې د تدوین یادونه هم وکړه.
مولوي عمري وویل چې د کرنې وزارت مصمم دی چې افغانستان د کرنې له پلوه په ځان بسیا او په دغه هېواد کې غذایي امنیت تامین کړي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم دې ناسته کې وویل چې د دغه ولایت ډېری خلک پر کرنه بوخت دي، نو له همدې امله خلک غواړي څو د کرنې وزارت د بامیان د کروندګرو د ملاتړ په موخه لویې پروژې پلې کړي څو خلک په خپلو کرنیزو محصولاتو او صادراتو کې پر ځان بسیا شي.
هغه د کروندګرو د ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه د خپلو وړاندې شوو طرحو ترڅنګ، دغه ولایت کې د چپس کارخونې جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
هغه وویل: «کچالو د بامیانو مهم محصول ګڼل کېږي، لازمه ده چې هغه ته د بازار موندنې او پلور لپاره اوږدمهال پروګرام جوړ شي او له ټولو مهمه دا چې د بامیان په مرکز کې دې د چپسو فابریکه جوړه شي څو د بامیان کچالو د سیمې او نړۍ بازارونو ته وارد شي.»