Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د لاسي صنایعو صنعتګر خپلو تولیداتو ته د مناسب بازار غوښتنه کوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): په خوست کې د لاسي صنايعو جوړوونکي او کاروباريان وايي چې د تولید کچه يې لوړ ده خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نشته دی.

د لاسي صنايعو دغه جوړوونکي او کاروباريان له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی توکو ته دې مناسب بازار پيدا کړي، څو د دغه صنعت د له منځه تلو مخه ونیول شي.

د لاسي صنايعو په دغو توکو کې شکورونه، د ډوډۍ پونې، لاسي بادپکۍ، جارو، پوزي، اينې او نور ډول ډول په لاس جوړ شوي سينګار توکي شامل دي.

د دغو توکو جوړوونکي او کاروباريان وايي، تر ډېره دا توکي د مزري له بوټي جوړيږي چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې پيدا کېږي.

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د صادقو سيمې یوه اوسېدونکي فيض‌الله چې ښار ته يې د خرڅلاو په موخه په لاس جوړ کړي شکورونه راوړي، وویل، اوس د پخوا په څېر خلک ډېر دا توکي نه پېري.

نوموړي پژواک ته وويل، شاوخوا شل کاله کېږي چې د دوی کورنۍ ياد لاسي توکي جوړوي، بيا يې ښار کې پر هټيوالو پلوري او په لاسته راغلو پيسو د کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

هغه وايي: «دا موږ په کلي او ښار کې خرڅوو، خلک يې ودونو ته اخلي او استعمالوي يې، د مخکې په پرتله يې استعمال ډېر کم شوی، مخکې يې بازار ګرم و، ډېر خرڅېدل اوس د پيسو کمزورتيا راغلې څوک يې ډېر نه اخلي.»

دغه راز، د خوست یو بل اوسېدونکی غازو خان وايي، دوی وخت ناوخت د ښځو په لاس د مزرو له بوټي جوړ کړي شکورونه او پونې په ښار کې پلوري، خو زياتوي چې د پخوا په شان په لوړه بیه نه پلورل کېږي.

هغه زياته کړه: «دا شیان کور کې جوړو ښار کې چې په څو ورسره جوړ شوو په هغه یې خرڅوو، دلته کلي ته سوداګر راځي هغه یې هم اخلي، جوړول یې سخت دي په درې یا څلورو ورځو کې جوړیږي خو نرخونه يې ارزانه دي.»

ورته مهال د يادو لاسي صنايعو هټيوال بيا وايي پخوا دغو توکو سربېره پر دې چې د هېواد د ننه يې ګڼ مينوال او پېريدونکي درلودل، بهرنيو هېوادونو ته هم خلکو له ځان سره وړل.

ګل‌محمد ګربز چې په خوست ښار کې د يادو لاسي صنايعو هټۍ لري، وايي، له شاوخوا دوه لسېزو راهیسې دغه کاروبار کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، دغو توکو پخوا ښه بازار درلود، خو په دې وروستيو کې يې کاروبار کمزوری شوی او خلک يې اخيستلو ته چندان زړه نه ښه کوي.

هغه وويل که په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو د پېر او پلور لپاره ځانګړی مناسب ځای جوړ شي، نو دا هيله ده چې دغه کاروبار بېرته را ژوندی شي.

هغه زياته کړه: «دا کاروبار اوس سل په سلو کې ختم دی، سقوط دی، که دولت لږ نظر په واچوي شايد ښه شي، په جمهوريت کې دا شيان ما دوبۍ ته او سعودي ته لېږلي دي، حتی جرمني ته يې هم را څخه وړي دي، ښه په لوړ قيمت، خو اوس په دا دوو کلونو کې څوک پوښتنه هم نه کوي.»

بلخوا حکومتي مسوولين هم د لاسي صنايعو د بازار موندنې په برخه کې شته ستونزې مني.

د خوست د سوداګرۍ او صنایعو امر مولوي شمس الاحمد پژواک ته وویل، ډېر ژر به د دغه توکو لپاره یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي څو دغه کاروبار ورسره وده وکړي.

نوموړي وويل: «امارت هم پلان لري چې لاسي صنایعو ته پرمختګ ورکړي او ځانګړي مارکېټونه ورته جوړ کړي، موږ هم د لاسي صنعت د پرمختګ په خاطر له مرکزي ادارې سره بار بار تماس نیولی دی او وزارت هم له لاسي صنعتکارانو څخه د ملاتړ ډاډ راکړی.»

د یادونې ده، د خوست ځاځي میدان، صبریو، باک، عليشېرو او یو شمېر نورو غرنیو ولسوالیو خلک له ډېر پخوا د مزري له پاڼو بېلابېل ‌ډوله لاسي صنایع جوړوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.