ګردېز (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ۳۰ میليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ کليوالي پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتیا د کليو پراختيا او بيارغونې ریيس مولوي محمد صادق پژواک ته وويل: «نن د ګردېز په شاوخوا ۲۴ کليو کې د ۳۰ میليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې پيل شوې چې شاخوا دوو زرو کسانو ته به په کې د يوې مياشتې لپاره د کار زمينه برابره شي.»
نوموړي وويل، په دغو پروژو کې د کليوالي لارو او استنادي دېوالونو جوړول، د ويالو، کاريزونو او عامه ځايونو پاکول شامل دي.
د صادق په خبره، دغه پروژه د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ ترسره کېږي او هر کارګر ته د ورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
بلخوا خلک هم د دغو پروژو پيل ته خوښ دي.
د ګردېز اړوند د ممړۍ سيمې یوه قومي مشر محمداشرف چوپان پژواک ته وويل: «کوم کارونه چې نن ورځ په دې سيمه کې پيل شول دا ډېره د خوښي خبره ده، له دې سره زياتو بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه او له بيکارۍ راوګرځيدل.»
د یادونې ده چې له دې مخکې هم ګردېز کې سلګونو کسانو ته په ورته پروژو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
Views: 66
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن