[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۲) : نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی او زیاته کړې يې ده چې د جګړې له کمېدو سره سره، ۲۰ میلیونه افغانان بېوزله دي.
دغه راپور چې «له نسبي ثبات وروسته نامعلوم حالت» په نوم پرون خپور شوی، ښيي چې څه ډول اقتصادي شاتګ نورې برخې اغېزمنې کړې دي.
په راپور کې زیاته شوې، د خدمتونه کچه چې د افغانستان ۴۵ ناخالصه تولید جوړوي، تېر کال ۳۰ سلنه نور هم ټیټې شوې، ترڅنګ یې د کرنې کچه چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید ۳۶ سلنه جوړوي، تېر کال د اقلیمي بدلون له امله ۶،۶ سلنه ټیټې شوې ده.
د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي، د اقتصادي شاتګ پر مهال د افغانستان صادارت هم کم شوي، خو واردات د تېر په څېر زیات دي، په داسې حال کې چې خصوصي سکټور بیا کمزوری شوی او دا هېواد په پراخه کچه په بهرني ملاتړ متکي دي.
په راپور کې یادونه شوې، داسې مهال چې نفوس د ودې په حال کې دی، خو د کار موندنې فرصتونه کم شوي، افغانان له محرومیت سره مخ دي، ښارونو کې بېوزلي زیاته شوې او په کلیو او بانډو کې بیا اقلیمي بدلون خلک اغېزمن کړي دي.
د افغانستان په اړه د نړۍوال بانک په نوي راپور کې دا هم راغلي چې د افغان نجونو په کار او زدهکړو د بندیزونو له امله د بهرنیو د مرستو کمېدو او ترڅنګ یې د یوه باثباته بانکي سیسټم په اړه اندېښنو د دې هېواد پر وړاندې نور ګواښونه هم جوړ کړي دي.
د نړۍوال بانک په راپور کې د افغان نجونو او هلکانو د زدهکړو په اړه هم معلومات او شمېرې خپرې شوې او لیکلي شوي چې نږدې ټولې نجونې او له نیمايي زیات هلکان زدهکړو ته لاسرسی نهلري.
په راپور کې زیاته شوې، له کله چې په نجونو ثانوي زدهکړې بندې شوي، یوازې ۳ سلنه نجونې ښوونځیو ته ځي او له ۱۳ تر ۱۸ کلنو هلکانو کې بیا یوازې ۴۴ سلنه یې ثانوي زدهکړو ته لاسرسی لري.
د افغانستان سرپرست تر اوسه د نړۍوال بانک د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، نړۍوال بانک تېره میاشت په یوه بل راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت او ښه بللی و.
د نړۍوال بانک د تېرې میاشتې په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی، د خوراکي او غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ټیټوالی راغلی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت د دغه راپور د هرکلي ترڅنګ ویلي وو، که اقتصادي بندېزونه لرې شي، نو افغانستان به نور هم پرمختګ وکړي.
[/restrict]
Views: 140
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن