پاراخ (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲ ): پنجشېر کې امنيتي سرچينې وايي، پولیسو هغه درې قاچاقبران چې غوښتل یې ۱۷ ماشومان د دغه ولایت له لارې ایران ته ولېږدوي، نیولي دي.
دپنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند عبادالله عباد فاروقي پژواک خبري آژانس ته وویل چې یاد ماشومان تر ۱۵ کلونو کم عمرونه لري او ټول د بغلان ولايت اوسېدونکي دي.
د هغه په خبره، دغه ماشومان د پنجشېر له لارې ايران ته انتقال پر مهال د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د سيمهييزو پوليسو له لوري د قاچاقبرانو له منګولو ژغورل شوي دي.
دی وايي: «د دغو ماشومانو د قاچاق پر مهال د انسانانو درې قاچاقبران هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP