ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې ۱۷ ‎ماشومان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل شول

پنجشېر کې ۱۷ ‎ماشومان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل شول

author avatar
6 Oct 2023 - 13:41
پنجشېر کې ۱۷ ‎ماشومان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل شول
author avatar
6 Oct 2023 - 13:41

پاراخ (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲ ): پنجشېر کې امنيتي سرچينې وايي، پولیسو هغه درې قاچاقبران چې غوښتل یې ۱۷ ماشومان د دغه ولایت له لارې ایران ته ولېږدوي، نیولي دي.

دپنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند عبادالله عباد فاروقي پژواک خبري آژانس ته وویل چې یاد ماشومان تر ۱۵ کلونو کم عمرونه لري او ټول د بغلان ولايت اوسېدونکي دي.

د هغه په خبره،‎ دغه ماشومان ‎د پنجشېر له لارې ايران ته انتقال پر مهال د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د سيمه‌ييزو پوليسو له لوري د قاچاقبرانو له منګولو ژغورل شوي دي.

دی وايي: «‎د دغو ماشومانو د قاچاق پر مهال د انسانانو درې قاچاقبران هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.